د زابل له مرکزي زندان څخه ۳۷ تنه بندیان ازاد شول

کابل، د سلواغې ۳مه، باختر
د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د ځانګړي شفقت او فرمان له مخې، د زابل له مرکزي زندان څخه ۳۷ تنه بندیان ازاد شول.
د زابل ولایت د مرکزي زندان امر مولوي محمدهاشم حقاني باختر اژانس ته ویلي، چې دغه بندیان هغه کسان وو چې په زندان کې اصلاح شوي وو، که څه هم د بند موده یې پاتې وه، خو د مشرتابه د مهربانۍ په اساس ازاد شول.
بل خوا، ازاد شویو بندیانو د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د شفقت مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې دوی په خپلو پخوانیو کړنو پښېمانه دي او په زندان کې په پوره ډول اصلاح شوي دي.
یاده دې وي، چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه د زابل له مرکزي زندان څخه څه باندې ۹۰۰ زندانیان د اصلاح وروسته خوشې شوي او خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن په کندز ولايت کې هم یو شمېر بندیان ازاد او د یو شمېر نورو د بند موده کمه شوې وه.