د زابل دوو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیايي مرکزونه فعال شول
کابل، د غوايي ۲۸ مه، باختر
د زابل د نوبهار واسیر آباد او د شملزو ولسوالۍ په سلطانزو سیمه کې (٢) ګرځنده روغتیایي مراکز فعال شول.
د عامې روغتيا رئيس ډاکټر عبدالحکیم حکيمي وایي چې شلمزو، نوبهار او شینکۍ ولسوالیو ته یې د سفر په ترڅ کې د خلکو ستونزو ته په کتو په دوو ولسوالیو کې ګرځنده روغتیايي مرکزونه فعال کړل.
د يادونې وړ ده چې د عامې روغتيا له رئيس ښاغلي حکيمي سره په دغه سفر کې د پوهنې رئيس مولوي محمد عثمان حريت هم ګډون کړی و، چې په يادو ولسواليو کې یې د ښوونځيو تعلیمي بهير و ارزاوه او مسوولینو ته یې لازمې لارښوونې وکړې.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم د هېواد په لرې پرتو سیمو کې زیات شمېر خلک روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دوی له دولته غواړي چې په سیمو کې یې روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
سعیده