د رییس الوزرا مرستیال د میدان وردګو له امنیه قومندان سره وکتل

کابل / د کب ۳ مه / باختر

د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن غرمه د میدان وردګو له امنیه قومندان مولوي محمد شریف حلیم سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.

په دې کتنه کې د میدان وردګو امنیه قومندان په یاد ولایت کې د سرتاسري امنیت د تامین ډاډ ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې یو شمېر مسایل او ستونزې هم شریکې کړې.

په همدې حال کې مولوي عبدالکبیر ژمنه وکړه چې د مطرح شویو مسایلو او ستونزو د حل لپاره به ځانګړې پاملرنه وشي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته