د رییس الوزرا مرستیال د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې له رییس او عړو سره وکتل

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن مازیګر د کابل شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې له رئيس او غړو سره وکتل.
په دې کتنه کې د صرافانو اتحادیې رئيس میرافغان صافي، د یادې اتحادیې مخکېني مرستیال حاجي دادګل حضرت، امین جان خوستي، حاجي ګل الوزي او بهرام ځدراڼ د هیواد د ملي سوداګرو او نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره یې د صرافانو د جوازونو د غځولو ستونزې په اړه د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.
همدارنګه هغوی د اسلامي امارت د بریا د مبارکۍ ترڅنګ د افغانستان د پيسو د ازادېدو او د ټولنې د اقتصاد په ښه والي کې د سوداګرو او پانګه والو د رول په اړه خبرې وکړې.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وویل: د اسلامي امارت په بریا کې پر مجاهدینو سربېره د افغانستان بېلابېلو اقشارو هم مهم رول درلود او ستاسو د ستونزو د حل په موخه به اړوندو ادارو ته لازمې لارښوونې وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته