د رییس الوزرا مرستیال: دیني عالمان دې د اسلامي نظام دوام لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي

کابل / د سلواغې ۳۰ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له یو شمېر مشایخو او علماء کرامو سره وکتل.
په دې کتنه کې دیني عالم محمد یوسف، صوفي محمد صالح او یو شمېر نورو علماء کرامو د هېواد د ازادۍ او اسلامي نظام پر حاکمیت خوښي څرګنده او د هېواد د ازادۍ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره یې چې د هېواد د مشایخو، علماء، طلباء او ولسي وګړو د بې شمېر قربانیو ثمره ده، پر دوامداره هڅو ټینګار وکړ.
دوی دغه راز د حق او ازادۍ لارې شهیدانو روح ته د دعا ترڅنګ په ټول هېواد کې د امنیت ټینګښت ستاینه وکړه او له اسلامي نظام څخه یې خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.
په همدې حال کې مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نظام د حاکمیت او ازادۍ په ترلاسه کولو کې د مشایخو او علماء کرامو د هڅو او سرښندنو قدرداني وکړه.
د رییس الوزرا اداري مرستیال له هغوی وغوښتل چې د اسلامي نظام د استحکام او تداوم لپاره د تېر په څېر خپلو لارښوونو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ن/ ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته