د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اړتیا ده، چې ځوان نسل خپله انرژي د هېواد په رغونه او مثبتو فعالیتونو ولګوي، څو افغانستان له نړیوالو سره سیال شي
کابل، د مرغومې ۱۷مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په دوو جلا جلا غونډو کې د افغانستان د وزلوبې ملي سیالیو د پنځم پړاو له اتلې لوبډلې او د مرکز او شمال زون د ګونګیانو له استازو سره په سپېدار ماڼۍ کې ولیدل.
په دې کتنه کې د وزلوبې فدراسیون مسؤل غلام سرور جلال وویل، د اسلامي امارت له بریا سره سم د هېواد لرې پرتو سیمو ته د دې لوبو لړۍ رسیدلې، چې له امله یې غوره استعدادونه د څرګندېدو په حال کې دي.
په دې کتنه کې د سرپل اتلې لوبډلې مسؤلینو او پهلوانانو هم په ياد ولایت کې د وزلوبې ملي لوبې د ودې په موخه ځینې وړاندېزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د وزلوبې د سیالیو له جوړونکو څخه مننه وکړه او د دې سیالیو اتلې لوبډلې ته یې مبارکي ورکړه.
هغه وویل، د خوښۍ ځای دی چې ځوانان د ملي لوبې د ودې لپاره زحمت باسي او ویاړونه ترلاسه کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د جهاد له بریا وروسته اړتیا ده، چې ځوان نسل خپله انرژي د هېواد په رغونه، د ویاړونو په ترلاسه کولو او مثبتو فعالیتونو ولګوي، څو افغانستان له نړیوالو سره سیال شي.
د یو بل خبر له مخې؛ د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مرکز او شمال زون د ګونګیانو له یوشمېر استازو سره وکتل.
د ګونګیانو استازو په دغه کتنه کې دوی ته د کارموندنې، لازمو اسانتیاوو برابرولو او په دولتي جوړښتونو کې د هغوی د ګومارلو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې اسلامي امارت خپلو ټولو وګړو ته په یو نظر ګوري او د هغوی ترمنځ هېڅ ډول توپير او تبعیض ته قایل نه دی.
نوموړي زیاته کړه، چې ګونګیان د ټولنې د نورو وګړو په څېر له مساوي حقونو څخه برخمن دي او د هغوی د کاري ظرفیت او ځانګړو استعدادونو په پام کې نيولو سره به ورته د کار او زدکړو زمینه برابره شي.