سیاستخبرونهTOPټولنهروغتیا

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په مشرۍ د خوړو او درملو ملي بور‌‌‌‌‌‌ډ لومړۍ غونډه ترسره شوه

کابل،  لېندۍ ۲۹مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ نن ماسپښين د خوړو او درملو ملي بور‌‌‌‌‌‌ډ د غړو په شتون کې د یاد بور‌‌‌‌‌‌ډ لومړۍ غونډه ترسره شوه.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې د خوړو او درملو ملي بور‌‌‌‌‌‌ډ د غړو او کاري ترتیب د معرفي ترڅنګ د خوړو د مصونیت، هېواد ته د راوړونکو درملو د کنټرول او د مجاز درملو د لېست برابرولو په اړه هراړخیز بحث او ارزونه وشوه.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه راز په دې غونډه کې د یادو مواردو په هکله لازم تصمیمونه ونیول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته