د ریاست الوزرا اداري مرستیال: اسلامي امارت د هېواد د پرمختګ هوډ لري
کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښين د بدخشان ولایت د کشم او تګاب ولسوالیو یو شمېر دیني عالمانو او مجاهدینو سره په کتنه کې وویل چې
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې کتنه کې د کشم ولسوال قاري محمد اصف، مولوي عبدالاحد او مولوي نبي الله د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال په یاد ولایت او په ځانګړي ډول د کشم او تګاب ولسوالیو د ټولنیز او اقتصادي وضعیت او سیمه ییز حکومتولۍ په هکله د ریاست الوزرا اداري معاونیت مقام ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې سیه ییز مسوولین تل د امنیت د تامین، د خلکو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرولو کوښښ کوي.
همدارنګه یې د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه وغوښتل چې ځوانانو ته د کاري فرصتوتو د برابرولو، د سړکونو بیارغولو او په دې ولسوالیو کې د مخابراتي اسانتیاوو برابرولو ته جدي پاملرنه وکړي.
ورته مهال د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې اسلامي امارت د امنیت د تامین او خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو کوښښ کوي او د هېواد د پرمختګ هوډ لري.
نوموړي د هغوی د وړاندیزونو په اړه وویل، اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام د یادو مواردو په برخه کې اقدام وکړي.