سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په جلا جلا کتنو کې د عربي متحده اماراتو او ایران لپاره د افغانستان له سفیرانو سره وکتل

کابل، د غوايي۹مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په دوو جلا جلا ناستو کې په ایران کې له افغان سفیر مولوي فضل محمد حقاني او په عربي متحده امارتو کې د افغانستان له سفیر مولوي بدرالدین حقاني سره وکتل.

په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سفیر په دغه کتنه کې د یاد سفارت د چارو په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته مالومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې د هڅو په پایله کې یې په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کې مېشتو افغانانو ته د پيژند پاڼو او پاسپورټونو په وېش سربېره د هغوی ډېرې ستونزې هوارې شوې دي. 

د سفیر په وینا، د عرب متحده اماراتو له پانګوالو سره په اړیکه کې دی او هغوی په افغانستان کې د کرنې او لوړو زده کړو په برخو کې پانګونې ته چمتووالی ښکاره کړی دی.

په دې ناسته کې بدرالدین حقاني په ابوظبۍ ښار کې د افغان سفارت یو لړ وړاندېزونه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریک کړل. 

همدارنګه په یوې بله ناسته کې په ایران کې افغان سفیر فضل محمد حقاني وویل، چې د ایران له حکومت سره یې اړیکې په ښه حالت کې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا مهال ګڼ شمېر افغان محصلین د ایران په پوهنتونونو کې پر زده کړو بوخت دي او ډېر ژر به هغوی ته د پېژند پاڼو او پاسپورټ د ويش لړۍ پیل شي.

سفیر زیاته کړه، چې په ایران کې د افغان کډوالو په تړاو له ایراني لوري سره په اړیکه کې دی او هیله یې څرګنده کړه، چې د دواړو لوریو د همکارۍ په پایله کې به په ایران کې د مېشتو افغانانو وړاندېزونو ته رسیدنه وشي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په ابوظبي او تهران کې له افغان سفیرانو څخه په مننې وویل، چې اسلامي امارت په اقتصادي او سیاسي برخو کې له نړۍ او ګاونډیانو سره مثبتې اړیکې غواړی.

د هغه په وینا، په بهر کې افغان استازولۍ دې له کوربه هېوادونو سره په همغږۍ په هغو هېوادونو کې د افغانانو د ستونزو حل ته لومړیتوب ورکړي.

محترم مولوي عبدالکبیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په فضا کې ښې اړیکي غواړي او افغان استازي باید هڅه وکړي، چې په افغانستان کې د پانګونې، سوداګرۍ او ټرانزیټ په اړه شته فرصتونه او د تعامل سیاسي اراده کوربه هېوادونو او پانګوالو ته ښه توضیح کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته