د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال له درملنې وروسته دندې ته راستون شو
کابل، د لېندۍ ۲۳مه، باختر
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د روغتیا له ډاډمنېدو سره سم خپه دنده پیل کړه او له ګڼو چارواکو سره یې وکتل.
ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مولوي عبدالکبیر د ناروغۍ له کبله لومړی په کور کې استراحت او بیا په روغتون کې بستر و چې د روغتیايي حالت له ښه کېدو وروسته یې د کابینې د یو شمېر غړو او د اسلامي امارت د چارواکو په حضور کې خپل دفتر ته تشریف راووړ او چارې یې پیل کړې.
نوموړي وویل، تر درملنې وروسته یې روغتیا ډاډمنه شوې او روغتیاپالانو ورته د کار مشوره ورکړې ده.
سیاسي مرستیال زیاته کړه چې د نوموړي د نه حضور په جریان کې د هرات زلزلې زرګونه کسان وځپل او له پاکستان څخه د کډوالو د استخراج لړۍ هم پیل شوه چې پرې خواشینی شوی دی.
هغه وویل، زیانمنو هېوادوالو ته د رسېدنې په موخه له مسؤولینو سره په اړیکه کې و او د شکرځای دی چې د امکاناتو تر بریده ورته آسانتیاوې چمتو شوې دي.
مولوي عبدالکبیر له ټولو هېوادوالو او افغان سوداګرو څخه مننه وکړه، چې د هرات له زلزله ځپلو او راستنېدونکو سره یې مرستې کړې او اسلامي امارت به ټولو اړو خلکو ته اړین خدمات برابر کړي.