د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د میدان وردګو ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل

کابل، د کب ۵مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن په سپېدار مانۍ کې د میدان وردګو ولایت له یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل.
په دې کتنه کې یادو قومي مشرانو او مخورو د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل او ویې ویل، چې اسلامي نظام د افغانانو هیله وه چې له لسیزو وروسته پوره شوه او له اسلامي امارت سره یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.
دغو قومي مشرانو په هغه ولایت کې د پوهنې، روغتیا او سړک رغولو په برخه کې د پراختیايي پروژو د عملي کېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د میدان وردګو ولایت اوسېدونکیو د جهاد په کلونو کې سختې قربانۍ ورکړي او اړتیا ده چې مجاهدینو، یتیمانو او کونډو ته یې ځانګړې پاملرنه وشي.
ورته مهال د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، له یادو قومي مشراو او عالمانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د میدان وردګو ولایت د ولسونو قربانۍ د هېرولو نه دي.
نوموړي زیاته کړه، اسلامي امارت د ولسونو له منځه راپورته شوی او په ولسونو کې ژورې ریښې لري.
هغه وویل، چې د ملت او اسلامي امارت ترمنځ واټن نشته، همغږي او همکاري پراخه ده او اسلامي امارت د ولسونو خدمت خپل مکلفیت ګڼي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ډاډ ورکړ، چې د میدان وردګو ولایت د اوسېدونکو د ستونزو په حل به غور وکړي او اړونده ادارو ته به یې د حل لپاره سپارښتنه وکړي.