سیاستخبرونهTOPورزش

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د سرپل د وزلوبې له لوبډلې سره وکتل

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سرپل ولایت د وزلوبې له لوبډلې سره په خپل کاري دفتر کې  د کتنې پرمهال دوی ته د ممکنې همکارۍ ډاډ ورکړ.

په دغه کتنه کې د ورزشکارانو په استازولۍ د سرپل ولایت ورزشي آمر عبدالحق فیضي د سرپل د وزلوبې لوبډلې پر لاسته راوړنو او په سږني لیګ کې یې پر غوره لوبېدنې خبرې وکړې او هم یې د سرپل لوبډلې اړتیاوې او ستونزې شریکې کړې.

د وزلوبې فدراسیون له لوري محمد سرور جلال په خپلو خبرو کې د وزلوبې د لیګ په اړه معلومات وړاندې کړل او د دې لیګ پر اړتیا او شته ستونزو وغږېد.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سرپل لوبډلې ته د سږني لیګ د ګټنې مبارکي ترڅنګ وویل چې تل یې د ورزشکارانو ملاتړ کړی او د تېر په څېر به د ورزشکارانو ملاتړ وکړي.

د یادونې وړ ده چې د وزلوبې پینځم پړاو سږنی لیګ د کابل په یکه توت سیمه کې ترسره شو، چې ټولټال په کې د ۱۳ ولایتونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه چې  سرپل په کې د تېر کال اتلې لوبډلې سمنګان ته ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته