د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: د دوحې راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت دريځ د منلو په شرط ګډون کوو

کابل، د غوايي ۳۱مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون په خپل کاري دفتر کې په سیاسي چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمُنشي له مرستیالې روزمېري ډیکارلو سره په داسې حال کې وکتل، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا هم شتون درلود.
د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستیالې روزمېري ډیکارلو په دغه کتنه کې په افغانستان کې په شته پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده او ویې ویل چې ډېر مثبت بدلونونه راغلي دي.
ډیکارلو له ولسونو سره د سیاسي مرستیال په دوامداره لیدنو خوښي څرګنده کړه او له افغانانو سره یې د ملګرو ملتونو د مرستو او همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
د ملګرو ملتونو د سرمُنشي مرستیالې د دوحې راتلونکې ناستې په اړه د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ته مالومات ورکړل او ویې ویل چې د دوحې ناستې ته د نړیوال بانک په ګډون د یو شمېر نړيوالو سازمانونو او هېوادونواستازي هم دعوت شوي دي.
هغې د افغانستان اسلامي امارت ته هم پدې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه.
ډیکارلو زیاته کړه، چې د دوحې راتلونکې ناسته د افغانستان او نړۍ د اړیکو د پراختیا او تعامل زياتولو او عادي کولو لپاره غوره فرصت دی.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په دغه کتنه کې له افغانستان په ځانګړي ډول د وروستيو سېلابونو زيانمنو سره د ياد سازمان له مرستو مننه وکړه.
د نوموړي په وینا دا مهال په حکومت کې ۸۵ زره مېرمنې پر دندو بوختې دي او اسلامي امارت د مېرمنو په ګډون د مسلکي کادرونو استخدام ته ژمن دی.
هغه وویل، د دوحې تېره ناسته د تنظیموونکو د ځینو نیمګړتیاوو له امله نیمګړې وه او هیله یې وښوده، چې راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت دریځ ومنل شي، ترڅو پلاوی پکې ګډون وکړي.
مولوي عبدالکبیر وویل، اسلامي امارت له نړیوالو سره د ستونزو رامنځته کېدل او دوام نه غواړي، بلکې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکی دی.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د یوناما په موجوديت کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ټاکلو ته اړتيا نشته.