د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: دمګړۍ په ۱۷ هېوادونو کې د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ فعالې دي

 کابل، د سلواغې ۴مه، باختر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د (افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس) ته چې په پلازمېنه کابل کې جوړ شوی وو، وویل چې اسلامي امارت د اقتصاد محوره بهرنۍ پالیسۍ له مخې د نړۍ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل او غوره دوه اړخيزو اړيکو ته ژمن دی او دمګړۍ په ۱۷ هېوادونو کې د افغان حکومت سياسي استازولۍ پرانيستې او فعالې دي.

نوموړي زیاته کړه؛ هغه دولتي پوهنتونونه چې د کيفيت له مخې ښه او پر پښو ولاړ دي، بايد خپلې تجربې له نورو پوهنتونونو سره هم شريکې کړي.

په ورته وخت کې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ نداء محمد ندیم یاد کنفرانس ته په وینا کې وویل چې په تېرو لسيزو کې د يرغلګرو د استعمار له کبله افغانستان په تحصیلي او ښوونيز ډګر کې هم ستر زيان ليدلی او اوس د دې وخت دی، چې د هېواد علمي طبقه له حکومت سره په ګډه د تحصيلي او ښوونيزو برخو د بډاينې او بسياینې په موخه ګډ کار او همکاري وکړي.

د پوهنې وزارت سرپرست مولوي حبیب اللّٰه آغا بیا په دغه کنفرانس کې وویل چې د اسلامي امارت له بيا واکمنېدو وروسته په هېواد کې د ۹۷۲ ښوونځيو لپاره معياري ودانۍ جوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د عصري او ديني علومو د ټيټ کيفيت له کبله افغانستان له ستونزو سره مخ دی او د تحصيلي او ښوونيزو بنسټونو د کيفيت ښه کولو په موخه د اسلامي امارت له لوري هڅې روانې دي.

د افغانستان ښوونیزو او لوړو زده کړو بنسټونو د پیاوړتیا ملي کنفرانس د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون له لوري د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د دوو ورځو لپاره جوړ شوی، چې د هېواد له بېلا بېلو تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو څخه ورته ۲۶۰ مقالې استول شوې وې او له دې جملې څخه ۱۸۲ مقالې تر ارزونې وروسته تائيد شوې او د دغه کنفرانس له ګډونوالو سره به شریکې شي.

د پوهنې او لوړو زده کړو بنسټونو ترمنځ ښه همغږي، په تعلیمي ادارو کې د لازمو اسانتیاوو او امکاناتو نه لرلو ستونزې څرکندول، په ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو کې دیني او ملي ارزښتونو ته ښه پاملرنه، محرومو سیمو کې د زده کړو پر وړاندې پراته خنډونه څرګندول او ورته نور موضوعات د دغه کنفرانس له مهمو موخو څخه ګڼل کېږي.

هېره دې نه وي، چې د دغه کنفرانس جوړونکو د اسلامي امارت له مسوولینو څخه غوښتنه وکړه، چې د دغه کنفرانس د رغنده عملي رول په موخه دې وړاندې شوې مقالې تعقیب او ستونزو ته دې رسېدنه وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته