د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال: داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپل شوې او هېڅوک یې باید د قوي ښودلو لپاره لابي ونکړي

کابل، د وري ۱۹مه، باختر 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير تېر ماښام په سپېدار ماڼۍ کې په کابل کې د ګڼو بهرنیو هېوادونو له سفیرانو او دیپلوماتانو سره ګډ روژه ماتی وکړ.

 د روژه ماتې په دې مېلمستيا کې، چې د اسلامي امارت د سیاسي کمېسیون او کابینې ډېرو غړو او چارواکو هم شتون درلود په کابل کې د ګڼو هېوادونو سفیرانو، شارژدافیرانو، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې او اسلامي کنفرانس استازو ګډون کړی وو.

 د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال محترم مولوي عبدالکبير په یاده مېلمستیا کې وویل، تمه لري په راتلونکي کال کې په کابل کې د مېشتو ډیپلوماتانو او سفیرانو شمېر تر دې هم ډېر وي او نور هېوادونه هم خپل سفارتونه پرانېزي.

 هغه زیاته کړه، چې اسلامي امارت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست له مخې غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او د سیمې هېوادونه کولای شي په ګډه سیمه ییز نوښتونه رامنځته او پياوړي کړي.

مولوي عبدالکبير زياته کړه، چې په سیمه او نړۍ کې ځینې کړۍ په افغانستان کې د داعش لپاره په تبلیغاتو لاس پورې کړی دی.

 

هغه همدارنګه وویل چې داعش نه یوازې د افغانستان، بلکې د بشریت، سیمې او نړۍ دښمن دی، اسلامي امارت دغه ډله په افغانستان کې ځپلې ده او هېڅوک یې باید د قوي ښودلو او پياوړتیا لپاره لابي ونکړي.

د رياست الوزراء سیاسي مرستیال وویل، هغوی چې په افغانستان کې يې ماتې خوړلې د افغانستان پراخې سیمه ییزې اړیکې او تعامل، د بنسټيزو او پراختیايي چارو ترسره کول، د نشه يي توکو او فساد پای ته رسېدل او د سرتاسري امنیت تامينېدل ورته، د منلو نه دي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال یو ځل بیا له هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې په اجباري ډول دې د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او په دې برخه کې دې د نړیوالو قوانینو په نظر کې نیولو سره له پوره حوصله مندۍ کار واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته