سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال ایران او قطر ته تر سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو

کابل، د زمري ۱۶مه، باختر 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چې د ایران د نوي ولسشر معسود پزشکیان د لوړې په مراسمو کې یې هغه هېواد ته رسمي سفر کړی وو او له هغه ځایه قطر هېواد ته د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر د پخواني مشر شهید اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه تللی وو، نن بېرته خپل هېواد ته راستون شو.

نوموړي ایران ته د سفر په ترڅ کې د هغه هېواد د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون سربېره د ایران د کورنیو چارو له وزیر، په ایران کې د افغانستان سفیر او یو شمېر افغان سوداګرو سره هم کتنې درلودې.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال همدارنګه په قطر کې د شهید هنیه د جنازې په مراسمو کې تر ګډون وروسته په  یاد هېواد کې مېشت د افغانستان لپاره د امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو له ډيپلوماتانو سره هم کتلي وو.

نوموړي یاد ډیپلوماتان هڅولي چې په افغانستان خپل سفارتونه  بېرته پرانیزې او اړوندې چارې له پلازمېنې کابل څخه اداره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته