سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د غور د چهار صدې ولسوالۍ د سېلاب‌ځپلو ستونزې واورېدې

کابل، د غبرګولي ۲۶مه، باختر
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند غور ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د چهار صدې ولسوالۍ ته سفر وکړ او هلته یې له سېلاب‌ ځپلو کورنیو سره د کتنې سربېره هغوی ته اوښتي زیانونه وارزول.
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال یادې ولسوالۍ ته له رسېدو وروسته د شهیدانو روح ته دعا وکړه، زیانمن شوو هېوادوالو ته یې تسلیت وړاندې کړ او ځان یې د هغوی په غم کې شریک وباله.
ملا عبدالغني برادر اخوند د چهار صدې ولسوالۍ اوسېدونکو ته په وينا کې وويل: (زموږ د راتګ موخه یوازې دا نه ده، چې تاسې ته تسلیت ووایو، بلکې تاسې ته ډاډ درکوو، چې اسلامي امارت مو تر هغه وخته پورې لاس نیوی کوي، چې شته ستونزې مو حل او ژوند مو عادي حالت ته را وګرځي.)
نوموړي همدارنګه د يادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د ټاکل شوې کمېټې کړنې له نېږدې وکتلې او دوی ته یې د کارونو ښه ترسراوي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
په ورته وخت کې د چهار صدې ولسوالۍ سېلاب‌ځپلو له اسلامي امارت مننه وکړه، چې په وخت یې دوی ته د ژغورنې ټیمونه ولېږل او په سېلاب کې بند پاتې هېوادوال یې وژغورل.
د يادونې وړ ده، چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو همدارنګه خپلې ستونزې او غوښتنې په لیکلې بڼه د ریاست‌الوزراء له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې او هغه یې د حل ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته