سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: په ادارو کې د ډیجیټلي سیستم رامنځته کول د اسلامي امارت له کاري لومړیتوبونو څخه دی

کابل، د غبرګولي ۲۴مه، باختر

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون په داسې حال کې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم شتون درلود د هېواد د بېلابېلو خونو له یو شمېر غړو سره وکتل.

خانجان الکوزي او حاجي شېرین اغا سخي په دغه کتنه کې د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د سوداګرو او پانګوالو د اداري اسنادو د پړاوونو په اسانولو او د سوداګریزو اسنادو د ارزولو په برخه کې د ډیجیټلي سیستم په پیاوړتیا او پراختیا یې ټینګار وکړ.

 په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې د سوداګرو او پانګوالو کړنې او د خدماتو وړاندې کول وستایل.

نوموړي څرګنده کړه؛ اسلامي امارت هڅه کوي، چې په هېواد کې ښه سوداګریز شرایط رامنځته او سوداګرو او پانګوالو ته ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې همدارنګه څرګنده کړه، چې په ادارو کې د ډیجیټلي سیستم رامنځته کولو ته یې په خپلو کاري لومړیتوبونو کې ځای ورکړی او مسولین په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته