سیاستخبرونهTOP

د ریاست الوزراء اداري مرستیال له یو شمېر ترکي سوداګرو سره په افغانستان کې د پانګونې په تړاو خبرې وکړې

کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د ترکیې هېواد له یو شمېر سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.

 یادو پانګوالو او سوداګرو په دغه کتنه کې په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې د زمینې برابرېدو ترڅنګ بهرنیو پانګوالو او سوداګرو ته د اسلامي امارت له لورې د لازمو اسانتیاوو پر چمتو کولو خوښي څرګنده کړه او د اقتصادي زمینو د پراخیتا هڅې او له پانګوالو او سوداګرو څخه د افغانستان اسلامي امارت ملاتړ د دې لامل ګرځېدلی، چې بهرني پانګوال او سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅېږي.

ترکي سوداګرو او پانګوالو همدارنګه په بېلابېلو په ځانګړي ډول د کانونو استخراج او د افغانستان په زېربناوو کې د خپلې پانګونې د چمتووالي خبر ورکړ او له اسلامي امارت څخه یې وغوښتل، چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې د پانګونې په هکله د یادو ترکي سوداګرو او پانګوالو د لېوالتیا قدرداني وکړه.

هغه همدارنګه وویل چې اسلامي امارت په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ټولو پانګوالو هرکلی کوي او ټولې لازمې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

د یادونې وړ ده، چې اسلامي امارت تر دې وړاندې هم له ټولو ملي او نړیوالو سوداګرو څخه په افغانستان کې د پانګونې غوښتنه کړې وه او هغوی ته يې په دې برخه کې د ټولو اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته