سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

د ریاست الوزراء اداري مرستیال: له سالمې ښوونې او روزنې پرته پرمختګ او ابادي ستونزمنه ده

کابل، د غبرګولي ۲مه، باختر

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د کابل ښار حبیبې عالي لېسې څخه لیدنه وکړه.

 حنفي د دغه لیدنې پرمهال د یادې لېسې د مسوولینو، ښوونکو او زده کوونکو نظریات، وړاندیزونه او ستونزې واورېدې او ویې ویل چې د ښوونځي دوره د یوې ټولنې د پوهنې اساس او بنسټ جوړوي او که چېرې د پوهنې د مسوولینو او ښوونکو له لوري د دغې دورې کیفیت ته پاملرنه وشي نو یقني ده، چې پوهنتونونه او نور علمي مراکز به له لوړ علمي کیفیت څخه برخمن وي.

نوموړي د حبیبې لېسې ښوونکو ته په خطاب کې وویل: (تاسې د دې هېواد د راتلونکي جوړونکي او مدیران یاست، هڅه وکړئ له دې موقع څخه چې ستاسې په واک کې ده، غوره استفاده وکړئ او پر خپلې سالمې ښوونې او روزنې د افغانستان په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلئ).

د ریاست الوزراء اداري مرستیال څرګنده کړه که وغواړو، چې پرمختللي او هوسا هېواد ولرو باید د ښوونې او روزنې د کیفیت او کمیت لوړولو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو، ځکه له سالمې ښوونې او روزنې پرته پرمختګ او ابادي ستونزمنه ده.

هغه زیاته کړه؛ اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې د تعلیمي نصاب په اصلاح کولو او په افغانستان کې د مدرسو او ښوونځیو په پراختیا سره د هېواد ټولو بچیانو ته د معیاري او لوړ کیفیت ښوونې او روزنې زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د یادې لېسې مسوولین خپلو دندو ته متوجه او ځینې ممتاز زده کوونکي یې تشویق او تقدیر کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته