د ریاست الوزراء اداري مرستیال د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د موقتي مېشتېدنې کمېټې له غړو سره وکتل
کابل، د لړم ۱۴مه، باختر
د رياست الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون د موقتي مېشتېدنې کمېټې له غړو سره وکتل.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د یادې کمېټې د نورو غړو په استازیتوب د دې کمېټې د فعاليتونو، لاسته راوړنو او برنامو په اړه د رياست الوزراء اداري معاونیت ته مالومات ورکړل.
هغه زیاته کړې، که څه هم له ګاونډیو هېوادونو څخه د هېوادوالو اجباري ستنېدل ډېر شوي، خو د يادې کمېټې مسؤلين د کمېسيون د مشرتابه په لارښوونه او د نورو کمېټو په مرسته توانېدلي د راستنو شويو هېوادوالو د مېشتېدنې موضوع په ښه ډول مدیریت کړي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې د راستنېدونکو کډوالو د مېشتېدنې مسئلې ته د رسيدګي لپاره د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون موقتي مېشتېدنې کمېټې دوامداره هڅې وستايلې.
حنفي څرګنده کړې، چې د ژمي موسم ته په پام دې د کمېټو په ځانګړي ډول د موقتې مېشتېدنې مسؤلين هڅه وکړي، ترڅو هغه هېوادوال چې له ګاونډیو هېوادونو څخه بېرته ستنېږي له ستونزو سره مخ نشي.