د ریاست الوزراء اداري مرستیال د پروان د دیني عالمانو او مجاهدینو ستونزې واورېدې
کابل، د غبرګولي ۱۵مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر د پروان ولایت له یو شمېر ديني عالمانو او مجاهدینو سره وکتل.
يادو ديني عالمانو او مجاهدینو په دغه کتنه کې په هېواد کې د امنیت په ټینګښت د خوښۍ څرګندولو پرمهال په دې ولایت کې د ټولنیز، اقتصادي او حکومتولۍ د وضعیت په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته مالومات ورکړل.
دوی همدارنګه د اسلامي امارت له مشرتابه څخه غوښتنه وکړه، چې په پروان ولایت کې د مجاهدینو وضعیت، ښوونې او روزنې، د کاري فرصتونو برابرولو، په لرې سیمو کې د روغتیایي مرکزونو جوړولو او د پراختیایي پروژو پلي کېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې د اشغالګرو په ضد د مبارزې په وخت کې د پروان د مجاهدینو او دیني عالمانو سرښندنې او هڅې وستایلې.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال زیاته کړه، چې د امنیت ټینګښت، د خلکو هوساینه او د ښو خدماتو برابرول د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او په دې برخو کې په ټول توان هڅې کېږي.
د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې د پروان د دیني عالمانو او مجاهدینو ستونزې او وړاندیزونه هم واورېدل او د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره یې ورته د رسېدنې ډاډ ورکړ.