کابل، د زمري ۱۶مه، باختر
د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د جوزجان له والي مولوي نورالدین عمیر سره وکتل.
د جوزجان والي په دې کتنه کې د یاد ولایت د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت ترڅنګ د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته راپور ورکړ او زیاته یې کړه، چې د مجاهدینو او سیمه ییزو مسؤلینو د هاند او هڅو په پایله کې په یاد ولایت کې امنیت او هوساینه په بشپړه توګه تأمین شوې او خلک په ډاډه زړه خپلې ورځنۍ چارې ترسره کوي.
عمیر زیاته کړه، چې د هېواد د نورو سیمو په څېر جوزجان کې هم پراختیايي پروژې د تطبیق په حال کې دي او خلک یې هرکلی کوي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په یاده کتنه کې د جوزجان د سیمه ییزو مسؤلینو فعالیتونه او کړنې یې وستایلې.
حنفي زیاته کړه، چې د تلپاتې ثبات تأمین، هېوادوالو ته د هوسا ژوند اسانتیاوې برابرول او د دوی د ستونزو حلول د اسلامي امارت له مسؤلیتونو څخه دي، چې په ټول توان سره په دې برخه کې هڅې کوي.
هېره دې نه وي، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې خلکو ته د غوره خدمتونو پر وړاندې کولو د ټینګار ترڅنګ له سیمه ییزو مسؤلینو وغوښتل، چې خپلې دندې په ښه ډول ترسره او تل له ولسونو سره نېک چلند وکړي.