د ریاست الوزراء اداري مرستیال د بېلا بېلو ولایتونو د دیني عالمانو او قومي مشرانو ستونزې واورېدې

کابل، د کب ۱۲مه، باختر 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال پرون د هېواد د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر دیني عالمانو، متنفذینو او مجاهدینو سره وکتل.

 دوی د سرتاسري امنیت د ټینګښت، د سوداګرۍ او اقتصادي زمینو د پراختیا او په هېواد کې د اداري فساد د لمنځه وړلو په برخو کې د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو خوښي څرګنده کړه.

یادو قومي مشرانو، دیني عالمانو، او مجاهدینو همدارنګه خپلې ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزراء له اداري مرسیتال سره شریک کړل او  د اسلامي امارت له مشرتابه څخه یې غوښتنه وکړه، چې ځوانانو ته د ښونې او روزنې او شغلي فرصتونو د رامنځته کولو برخو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال په دغه کتنه کې وویل چې دیني عالمان او قومي مخور د هېواد د بېلابېلو اقشارو ترمنځ د ملي یوالي د ټینګښت او د عمومي فکرونو په روښانه کولو کې اغېزمن رول لري. 

د ریاست الوزراء اداري مرستیال همدارنګه هغوی ته د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ویې ویل چې اسلامي امارت به د خپل توان په محدوده کې یادو مواردو ته رسیدګي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته