د ریاست الوزراء اداري مرستیال ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې د بخارا له تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړه
کابل، د لېندۍ ۱۲مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې، د هغه هېواد له چارواکو سره د کتنو او له کلتوري او لرغونو سیمو څخه د لیدنو په لړ کې پرون بخارا ولایت ته سفر کړی.
ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي حنفي همدارنګه د بخارا له والي باتور ظریفوف سره هم کتلي دي.
ظریفوف په دغه کتنه کې ویلي چې ازبکستان او افغانستان د زیاتو کلتوري او تاریخي مشترکاتو لرونکي دي، چې له هغو څخه په استفادې د دواړو هېوادونو رهبران کولای شي دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ازبکستاني مقاماتو د کوربه توب د مننې او قدرداني ترڅنګ ویلي چې افغانستان او ازبکستان د بېساري تاریخي قدامت او همدارنګه په اسلامي کلتور او تمدن کې د ښه مقام لرونکي دي او له دې جایګاه څخه د ښې ګټې اخيستنې په صورت کې کولای شو دوه اړخیزې اړیکې تر پخوا لازیاتې پیاوړې کړو.
د یادونې وړ ده، چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال تر دې وړاندې له یو شمېر لوړپوړو ازبک چارواکو سره هم کتلي وو.