کابل، د زمري ۲۴مه، باختر
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر، نن په بګرام هوايي ډګر کې د زمري ٢٤مې (فتحې ورځ) د نمانځلو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ویلي چې د زمري ۲۴مه، نه یوازې د فتحې ورځ ده؛ بلکې په هېواد کې د پنځوس کلن ناورین د پای ورځ هم ده.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې چې د زمري ۲۴مې یادونه ځکه هم مهمه ده چې راتلونکي نسلونه د آزادۍ او خپلواکۍ درس ور څخه واخلي.
د هغه په وینا، د مجاهدینو د بې ساریو قربانیو او سرښندنو په پایله کې؛ په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ شوی؛ د قدرت جزیرې له منځه تللې او د ورورولۍ فضا حاکمه شوې ده.
سیاسي مرستیال ویلي دي: زموږ د مبارزې دوه اساسي اهداف چې د اشغال خاتمه او د بشپړ اسلامي نظام حاکمیت وو؛ ترلاسه شوي دي. په افغانستان کې هر بدلون د جګړې عوامل له ځان سره راوړي؛ خو اسلامي امارت داسې نظام رامنځته کړ چې د پنځه لسیزو جګړو ته یې د پای ټکی کېښود.
هغه دغه راز پر بهر مېشتو افغانانو غږ کړی چې هېواد ته راستانه شي او د خپلې خاورې په آبادۍ او پرمختګ کې برخه واخلي.
هېره دې نه وي چې درې کاله وړاندې په همدې ورځ (د اسد/زمري په ۲۴مه) د افغان متدين او مجاهد ملت د بې ساریو قربانيو او د زرګونو شهيدانو د پاکو وينو په پايله کې؛ د امريکا په مشرۍ اشغالګر له شرموونکې ماتې سره مخ شول؛ افغانستان بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه او اسلامي نظام په کې واکمن شو. دغه ورځ نن د پلازمېنې کابل او بګرام هوايي ډګر په ګډون؛ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په پرتمینو مراسمو او د هېوادوالو په پراخ ګډون سره نمانځل کېږي.
25 1 دقیقه لوستل