سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال: د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم سړک جوړولو پروژه د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې ده

 کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر

د رياست‌الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند، ننګرهار ته د خپل سفر په بهیر کې، د یاد ولایت په مقام کې جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.

 باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال جوړې شوې غونډې ته چې علماوو، قومي مخورو، سوداګرو او سیمه ییزو مسئولینو پکې ګډون کړی و؛ ويلي دي: «د افغانستان د پرمختګ او صنعتي کېدو په موخه د دوی ټوله هڅه دا ده چې په کور دننه د خپلې اړتیا وړ برېښنا تولید کړي چې په دې سره به د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره شي». 

هغه زیاته کړې چې د سوداګرۍ او ترانزیټ کچې د لوړېدو په موخه یې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم سړک جوړولو پروژه هم په خپلو کاري لومړیتوبونو کې نیولې، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د ټولګټو وزارت سرپرست له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره شریکه کړي او منظوري به یې واخلي. 

ملا برادر آخوند څرګنده کړې چې اسلامي امارت په پام کې لري په نږدې راتلونکي کې د ننګرهار د سوداګرو ملاتړ په موخه د شوکاڼو پر صادراتو ټاکل شوې ګمرکي تعرفه راټیټه کړي.

اقتصادي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت د خپلو اړوندو ارګانونو او له ملي سوداګرو سره په ښې همغږۍ هېواد ته د راستانه شویو هېوادوالو ستونزو ته په وخت او ښه ډول رسېدنه کړې ده.

هغه، دغه راز په بهر کې پر ټولو مېشت افغان هېوادوالو غږ کړی چې خپل هېواد ته راستانه شي، اسلامي امارت دوی ته هرکلی وايي او تر خپل توان پورې یې ملاتړ کوي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، د ننګرهار ولسونو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به په تدریج سره د امکاناتو برابرېدو په صورت کې د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي او له هغوی څخه یې غوښتنه کړې چې په هېواد کې د راغلي امنیت شکر پر ځای او د اسلامي امارت ملاتړ وکړي.

په دغه سفر کې، د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني او یو شمېر نور امارتي مسئولین د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملتیا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته