د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د هند او بنګلهدېش له یوشمېر عالمانو سره وکتل
کابل، د لړم ۲۹مه، باختر
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن د هند او بنګلهدېش له یوشمېر عالمانو سره کتلي دي.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي دي: “اسلامي امارت تل هڅه کړې چې د اسلام مبارک دین له ټولو خرافاتو څخه پاک او په صحیح شکل خپل ولس ته ورسوي، چې په همدې موخه یې مدرسې تقویه کړي، د نویو علمي ادارو پر رامنځته کولو یې کار کړی او په تعلیمي نصاب کې یې د پام وړ اصلاحات راوستلي دي”.
ملا برادر آخوند زیاته کړې چې اسلامي امارت د دې ترڅنګ د خپل هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کولو په موخه هم مؤثرې هڅې پيل کړې دي، لویې اقتصادي پروژې پيل شوې، له ګاونډیو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره سوداګري پراخه شوې، د صنعت په سکټور کې د پخوا په پرتله پرمختګ شوی او پر ځان متکي او له بهرنیو احتیاجاتو خلاص اقتصاد ته یې زمینه برابره کړې ده.
د هغه په وينا، د افغانستان د ملي شتمنۍ کنګل کېدل او اقتصادي بندیزونه هغه ستونزې دي چې د افغانستان اقتصادي وده یې ټکنۍ کړې ده؛ خو اسلامي امارت له نړۍ سره د اسلامي شریعت په رڼا کې د متقابلو ګټو پر بنسټ د ولاړو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتنه کوي او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان د سیمې او نړۍ په ګټه بولي.
دغه راز د یادو هېوادونو عالمانو، په افغانستان کې د اسلامي نظام پر حاکمیت خوښي څرګنده کړې او د اسلامي نظام د پياوړتيا په اړه یې خپل نظرونه شریک کړي دي.