سیاستخبرونهTOPټولنه

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د نیمروز ولایت د علماوو شورا ستونزې واورېدې

کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیرانو او د برېښنا شرکت رئیس هم حضور درلود؛ د نیمروز ولایت د علماوو شورا له غړیو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې واورېدې.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د نیمروز ولایت علماوو شورا غړیو، په هېواد کې د تامین شوي امنیت ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د نیمروز ولس په خپل ټول توان او هر حالت کې له اسلامي امارت څخه اطاعت او ملاتړ کوي.
هغوی د نیمروز په مرکز زرنج سربېره، لرې پرتو ولسوالیو ته د برېښنا رسول، څښاک اوبو ته لاسرسی، په زرنج کې د مخابراتي شبکو تقویه او لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي شبکو پراختیا، د کرنې لپاره د اړتیا وړ اوبو برابرول او سرحدي ستونزو ته یې د رسېدنې ترڅنګ؛ ځینې نورې ستونزې هم د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال سره شریکې کړې دي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې اوسمهال په هېواد کې، بېلابېلو سکټورونو کې پروژې پیل او د پخوا په پرتله هېوادوالو ته د ژوندانه ډېرې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
د ملا برادر آخوند په وینا، له څه باندې څلور لسیزو وروسته د هېواد د آبادۍ فرصت برابر شوی؛ خو ډېرې ستونزې په میراث را پاتې دي چې ټولو ته رسېدنه وخت او امکاناتو ته اړتیا لري، اسلامي امارت له خپلو هېوادوالو سره ژمنه کوي چې د دوی لومړیتوبونو ته په کتو به په تدریج سره ټولې ستونزې حل شي.
د کتنې په پای کې د نیمروز ولایت د علماوو شورا غړیو له لوري شریکې شوې ستونزې اړوندو وزارتونو او ادارو ته راجع شوې او له هغوی څخه غوښتل شوي چې له شته امکاناتو څخه په استفادې سره دې یادو ستونزو ته رسیدګي وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته