سیاستخبرونهTOP

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، پکتیکا کې د پلتوني بند د چارو د پيل پرانیسته وکړه

کابل، د زمري ۲۹مه، باختر
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن په پکتیکا کې د پلتوني بند د چارو د پيل پرانیسته وکړه.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې اسلامي امارت دا درک کړې ده چې د پياوړي اقتصاد لپاره زراعت او د زراعت د پرمختګ لپاره اوبه تر ټولو مهمه موضوع ده.
ملا عبدالغني برادر آخوند زیاته کړې چې دې موخې ته د رسېدو لپاره اسلامي امارت د اوبو مدیریت په خپلو لومړیتونو کې نیولی او پر پانګه والو یې غږ کړی چې د اوبو مدیریت په برخه کې پانګونه وکړي.
هغه څرګنده کړې چې اسلامي امارت د هېواد د ځان بسیاینې او د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ لپاره د نورو برخو ترڅنګ، د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ لري او په خبره یې، په دې برخه کې یې کورنیو او بهرنیو پانګه والو ته د پانګونې زمینه برابره کړې ده.
ملا برادر آخوند ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت د هېواد په کچه د هغو لویو او متوسطو بندونو ارزونه ترسره کړې چې کارونه یې نیمګړي یا هم نه و پیل شوي.
د هغه په وینا، د یادو بندونو د چارو بشپړولو لپاره هر اړخیز کاري پلانونه جوړ شوي چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي. د دغو بندونو له جملې یو هم د پلتوني بند دی چې نن یې په عملي توګه کار پيل شو.
اقتصادي مرستیال همدا رنګه ویلي دي: د پکتیکا ولسونو د اسلامي نظام د راتلو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړې دي؛ دا اوس زموږ مسئولیت دی چې د دوی ستونزو ته رسېدنه وکړو او په دغه ولایت کې هغه پروژې بشپړې کړو چې د دوی اقتصادي ستونزې تر یوې اندازې پرې حل کېدای شي. د پلتوني بند د چارو د بشپړولو په برخه کې به له شته امکاناتو څخه استفاده وکړو او له قراردادي شرکت څخه هم غواړو چې په اخلاص او امانتدارۍ سره ورسپارل شوې چارې بشپړې کړي.
د یادونې وړ ده چې پلتوني اوبو بند پروژه د اسلامي امارت په مالي ملاتړ د ملي پراختیا شرکت له لوري په دوه نیمو کلونو کې رغول کېږي چې د چارو په بشپړېدو سره به یې د پکتیکا مرکز ښرنې سربېره د نږدې سیمو تر ځمکه لاندې اوبو زېرمې قوي، کرنیزې ځمکې به خړوبې، سېلابونه به کنټرول شي او د چاپېریال په خوندي ساتلو کې به رغنده رول ولوبوي. دغه راز د دغه بند په جوړېدو سره به سلګونو هېوادوالو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره، شاوخوا ۲۵ میلیونه متره مکعب اوبه به زېرمه، ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه او ورسره به ۹۳۵کیلو واټه برېښنا هم تولید شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته