د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، په جلال آباد کې له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند ننګرهار ته د خپل سفر په بهیر کې، نن په جلال آباد ښار کې له ۱۰۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه کړې ده.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا برادر آخوند له یاد روغتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې اړوند ادارو ته به د دغه روغتون د پاتې چارو بشپړولو لارښوونه وکړي څو یې پاتې کارونه په وخت بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ۱۰۰۰ بستریز روغتون ۷۰ سلنه چارې ترسره شوې او د پاتې چارو په بشپړېدو سره به یې، د ختیځ زون خلکو روغتیایي ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته