د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په ازبیکستان کې مېشت یوشمېر افغانانو او سوداګرو سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۱۳مه، باختر
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، تېر ماښام په ازبیکستان کې له مېشت یو شمېر افغانانو او سوداګرو سره کتلي دي.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د ازبیکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت د سفارت په انګړ کې ترسره شوې ده؛ یادو افغانانو او سوداګرو ویلي دي: اسلامي امارت تل په ازبیکستان کې د مېشتو هېوادوالو او سوداګرو نظریات، وړاندېزونه او ستونزې اورېدلې او د حل په موخه یې همکاري کوي.

Ps20241234 1
هغوی په بېلابېلو برخو کې خپل نظریات او وړاندېزونه د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال سره شریک کړي او د افغانستان او ازبیکستان ترمنځ په سوداګریزو چارو کې یې د لازیاتو آسانتیاوو برابرولو غوښتنه کړې ده.
دغه راز د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د هېواد په دننه او له هېواده بهر د افغانانو نظریات او وړاندېزونه واوري او مناسبې حل لارې ورته ومومي.
هغه زیاته کړې چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ټول د دې حق لري چې په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
د مولوي حنفي په وینا، د اميرالمؤمنین حفظه الله له لوري د عمومي عفوې فرمان په صادرېدو سره هېچا ته په هېواد کې امنیتي او سیاسي ستونزه نشته، امنیت په بشپړه توګه تأمین دی او دغه راز اسلامي امارت په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په بېلابېلو برخو کې فرصتونه او لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي.
د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال په ازبیکستان کې له مېشت افغانانو او سوداګرو څخه غوښتي چې په افغانستان کې له رامنځته شوې موقع څخه په استفادې په بېلابېلو برخو له دې جملې د کانونو د استخراج، انرژۍ، کرنې او تولیدي کارخانو په ایجادولو کې پانګونه وکړي او د هېواد په آبادۍ، پراختیا او پرمختګ کې ونډه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته