سیاستخبرونهTOP

د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال: د افغان ملت د هڅو او قربانیو په پايله کې، روسان او نور اشغالګر مات شوي دي

کابل، د سلواغې ۲۷مه، باختر
‏د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د سلواغې ۲۶ مې (له افغانستان څخه د شوروي اتحاد سرو لښکرو د شړلو او ماتې ورځې) نمانځ‌غونډه کې ويلي چې د افغانانو لخوا د دغه شان ویاړمنو ورځو نمانځل او په دې برخه کې پراخې څېړنې؛ راتلونکي نسل ته د دې خاورې د اوسېدونکو د اتلولیو د انعکاس لپاره مهم دي.
مولوي عبدالسلام حنفي، د ۱۳۵۷ کال د ثور په ۷مه د کمونیستانو کودتا او په هېواد کې د بدبختیو، ستونزو او کړاوونو پیل ته په اشارې ویلي دي: “تر دې کودتا یو کال وروسته د ۱۳۵۸ کال د مرغومې په ۶مه د پخواني شوروي اتحاد شاوخوا ۱۰۰ زره عسکرو پر افغانستان حمله وکړه او د دې هېواد ځمکه او فضا یې اشغال کړه، چې دې اشغال شاوخوا ۱۰ کاله دوام وکړ؛ په دې موده کې زرګونه دیني عالمان ژوندي تر خاورو لاندې او شهیدان شول؛ د پوهنتونونو استادان، محصلین، ځوانان او د افغان ملت نور نخبګان په شهادت ورسېدل او یو شمېر یې لا تر اوسه لادرکه دي؛ زېربناوې تخریب شوې او په ټول هېواد کې جګړه پیل شوه.”
‏هغه زیاته کړې ده: “له هغه وروسته د افغانستان غیور ملت د علماوو او مشرانو تر قیادت لاندې د دغو اشغالګرو پر وړاندې مبارزه پیل کړه، چې په پایله کې یې یو نیم میلیون شهیدان، میلیونونه کسان نږدې او لرې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال او میلیونونه ځوانان معلول او معیوب شول او بالاخره د شوروي اتحاد ځواکونه مجبور شول، ترڅو د ۱۳۶۸ کال د سلواغې پر ۲۶ د افغانستان له خاورې څخه ووځي.”
د ریاست‌الوزرا مرستیال څرګنده کړې چې انګرېزانو په وروستي ځل سربېره، درې ځله نور هم پر افغانستان برید کړی، هر ځل له ماتې سره مخ شوي دي او له هېواده وتلي دي.
د هغه په وينا، په دې وروستۍ نیمه پېړۍ کې هم د افغان ملت د هڅو او قربانیو په پايله کې، روسان او نور اشغالګر مات شوي دي.
مولوي عبدالسلام حنفي څرګنده کړې ده: “له افغانستان څخه د شوروي اتحاد ځواکونو له وتلو وروسته، توقع دا وه چې د خلکو هیلې پوره شي، په هېواد کې یو اسلامي نظام حاکم شي او ټول مجاهدین په اتحاد او یووالي د ملت رهبري وکړي. خو متأسفانه د هغه وخت د مشرانو د توافق نشتوالي له وجې په هغوی کې تفرقه رامنځته شوه، په ټولو سیمو کې کورنۍ جګړې او ملوک الطوایفي پیل شوه او د یوې ولسوالۍ او ولایت خلکو به نشوای کولای بلې ولسوالۍ او ولایت ته سفر وکړي؛ په کابل ښار کې له یوې ناحیې څخه بلې ناحیې ته د خلکو تګ راتګ ستونزمن و؛ د خلکو مال، آبرو او حیثیت خوندي نه و او په هېواد کې یوه بشپړه انارشي حاکمه وه.”
مولوي حنفي ویلي دي: “همدغه وخت و چې امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره یو ځای له بې بندوباره کسانو څخه د خپلو سیمو د تصفیه کولو لپاره قیام وکړ. په پیل کې یې وکولای شول د علماوو او د افغانستان د متدین ملت په همکارۍ خپلې سیمې له شریرو کسانو څخه پاکې کړي او ورو، ورو امن او امنیت رامنځته شي او په پیل کې مجاهدینو
پر کندهار ښار او وروسته د هېواد پر ۹۵ سلنه خاوره خپل حاکمیت ټینګ کړ؛ اسلامي امارت یو ځل بیا افغان ملت متحد کړ او هېواد یې له ورانۍ، ظلم او استبداد څخه وژغوره؛ اسلامي نظام په هېواد کې حاکم و، حدود او قصاص تطبیق کېده، نشه یي توکي منع شول او ټول افغان ملت متحد او متفق شو.”
‏د هغه د څرګندونو له مخې؛ له هغه وروسته غربي هېوادونو په بېلابېلو پلمو پر افغانستان یرغل وکړ او دغه خاوره یې اشغال کړه؛ دغه اشغال ۲۰ کاله دوام وکړ او په دې موده کې پر خلکو ډول ډول ظلمونه وشول؛ مدرسې، ښوونځي، وادونه، کلي او کروندې بمبار شوې، ښځې په مظلومانه ډول شهیدانې شوې، زېربناوې ویجاړې شوې؛ خو د هېواد اصیلو بچیانو جهاد او مبارزې ته دوام ورکړ او د دې وطن د زرګونه ځوانانو، د قرانکریم حافظانو، علماوو او محصلینو د قربانیو او شهادت په پایله کې اشغالګر مجبور شول چې له افغانستان څخه ووځي او هېواد یو ځل بیا خپله آزادي او خپلواکي ترلاسه کړه او په کې اسلامي نظام حاکم شو.
هغه زیاته کړې ده: د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران و الحدیث مولوي هبةالله آخندزاده حفظه‌الله تر قیادت لاندې، په هېواد کې د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته، عمومي عفوه وشوه او ټول هېوادوال، مجاهدین، عادي خلک او هغوی چې د اسلامي امارت پر وړاندې جنګېدلي وو؛ له هېڅ ډول اندېښنې پرته خپل ورځني ژوند ته دوام ورکوي او اسلامي امارت د سراسري امنیت تأمین، د نشه یي توکو لمنځه وړلو، د روږدو کسانو د راټولولو او درمنلې، یتیمانو او کونډو ته د کفالت ټاکلو، د لویو او کوچنیو انکشافي پروژو تطبیق او د هېواد د ودې او پرمختیا لپاره له هېڅ ډول هڅو درېغ نه دی کړی.
د ‏مولوي حنفي په خبره، یو بل لوی کار چې اسلامي امارت ترسره کړی؛ هغه په اجبارې ډول د بېلابېلو هېوادونو له لوري هېواد ته د راغلو یو میلیونه افغان کډوالو ثبت، لېږد او ځای پر ځای کول دي چې له هغوی سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته هم شوې ده.
‏هغه د خپلو خبرو په پای کې، افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور بللی او له هېوادوالو يې غوښتنه کړې چې د یو بل په مرسته خپل هېواد آباد کړي او پر مجاهدینو، امنیتي مسئولینو او د امارتي ادارو پر کارکوونکو يې غږ کړی چې له مراجعینو او د افغانستان له ځورېدلي ملت سره دې ښه چلند وکړي.
اداري مرستيال‏ همدا رنګه ډاډ ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت له ټولو ګاونډیو، سیمې او له سیمې هاخوا هېوادونو سره د احترام او متقابل تعامل پر اساس د نیکو اړیکو غوښتونکی دی او د افغانستان له خاورې څخه به هېڅ هېواد و نه ګواښل شي او له نورو يې هم غوښتي دي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې مداخله ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته