د ریاست‌الوزراء سياسي مرستيال: اسلامي امارت د افغان سوداګرو او پانګه والو ملاتړ کوي

کابل، د لېندۍ ۲۲مه، باختر
د ریاست‌الوزراء سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر، د قرطاسيې واردوونکو له يو شمېر سوداګرو سره کتلي دي.
د ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې یادو سوداګرو د خپلو چارو او کاروبار په اړه د ریاست‌الوزراء سياسي مرستیال ته معلومات ورکړي او په کور دننه پر تولید د ټینګار ترڅنګ یې؛ له اسلامي امارت څخه غوښتنه کړې چې د شته ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي.
یادو سوداګرو ویلي چې اوسمهال په افغانستان کې د صنعت غوړېدو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده او افغان پانګه وال کولای د کورنیو تولیداتو کچه لوړه کړي.
هغوی دغه راز د ستونزو د حل په موخه خپل وړاندېزونه د ریاست‌الوزراء سياسي مرستیال ته سپارلي دي.
د ریاست‌الوزراء سياسي هم په خپلو خبرو کې، ویلي چې اسلامي امارت د افغان سوداګرو او پانګه والو ملاتړ کوي او تر خپلې وسې هڅه کوي د هغوی ستونزې لرې او آسانتياوې ورته برابرې کړي.
سياسي مرستیال ډاډ ورکړی چې د قرطاسيې واردوونکو سوداګرو ستونزې به د حل په موخه له اړوندو ادارو سره شریکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته