د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې په مراسموکې ګډون وکړ
کابل، د لېندۍ ۲۴مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی دی.
اقتصادي مرستیال د شهید خلیل الرحمن حقاني تقبله الله پاک روح ته دعا کړې او هغه یې یو پیاوړی مجاهد او د ولس ریښتنی خدمتګار بللی او ویلي یې دي چې دا د اسلامي امارت لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایع ده.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال او د فاتحې نورو ګډونوالو د شهید د کورنۍ غړیو او د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني ته د خواخوږۍ او غمشریکۍ مراتب وړاندې کړي او د خدای تعالی په دربار کې یې شهید ته د فردوس جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر هیله کړې ده.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزير شهید خليل الرحمن حقاني تقبله الله، تېره چهارشنبه له غرمې وروسته د خوارجو په يوه ناځوانمردانه برید کې شهید کړای شو.