کابل- باختر د لړم دمياشتې ٢٢
د (ميرمن بهير ادبي ټولنې) د تيرې چارشنبې په ورځ په کابل کې د رڼا د کلنۍ مشاعرې غونډه جوړه کړه.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
په دې ادبي غونډه کې چې د کابل پوهنتون په اديتوريم کې جوړه شوه؛ په لسګونو تنو ځوانو شاعرانو او ليکوالو او دغه راز د کابل پوهنتون استادانو او محصلانو، د مدني ټولنې غړو او فرهنګي شخصيتونو پکې ګډون کړى و.
د غونډې په پرانستلوکې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې او د ميرمن بهير د ادبي ټولنې مسوولې ساهرې شريف د دغې ټولنې د ادبي او فرهنګي فعاليتونو په باره کې خبرې وکړې.
د هېواد فرهنګي شخصيت او ليکوال نجيب الله منلي د مشاعرې په دې غونډه کې د ميرمن بهير د ادبي ټولنې د فعاليت په باره کې خبرې وکړې او د ځوانانو ترمنځ يې د شعر او مشاعرې په بډاينه کې د دغې ټولنې رول ارزښتناک وباله.
دغه راز د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي د پښتو ديپارتمنت استادانو اجمل ښکلي او محمود مرهون د ټولنې په سمون او په رهبرۍ کې د شعر د رول په باب خبرې وکړې.
په دې ادبي غونډه کې د نجونو او هلکانو په ګډون د هېواد ځوانو شاعرانو؛ لنډۍ، غزل او نظم او نور ډول ډول شعرونه ولوستل چې د برخه والو له خوا يې هرکلى وشو.
د غونډې په پاى کې منصفه هيئت درې تنه شاعران چې شعرونه يې د زياتې پاملرنې وړ ګرځيدلي و؛ معرفي کړل او هغوى ته يې د ستاينې لوحې ورکړې.
د ميرمن بهير د ادبي ټولنې د ارتباطاتو مسوولې مينې ابراهيم خيل وويل چې دغه ټولنه کال په کال د رڼا کلنۍ په نامه د مشاعرې غونډه جوړوي او هغه نجونې او ميرمنې چې په فرهنګي ډګر کې يې زياتې هلې ځلې کړې وي؛ د جايزو په ورکولو سره هڅوي.
مينې ابراهيم خيل يادونه وکړه چې ياسمين وزيري په يو کال کې د ټولنې په فرهنګي برخه کې د يادونې وړ کارونه کړي دي او د دې اته شعري او فرهنګي آثار چاپ شوي دي.
2 1 دقیقه لوستل