د ريکټر په مقياس د پنځه اعشاريه اوو درجو په سختوالى يوې زلزلې نن له غرمې وروسته د دوو بجو په شاو خوا کې افغانستان او ګا ونډي هيوادونه وجړقول.
کابل باخترد ثور دمياشتې ٤ :
له پيښو سره د تيارى د ادارې د بيړنيوعملياتو د مرکز مسوول محمدفاروق د باخترآژانس خبريال ته وويل: نن له غرمې وروسته په يوه بجه او پنځه پنځوسو دقيقو د ريکټر په مقياس د پنځه اعشاريه اوو درجو په سختوالى يوې زلزلې دکابل ، پروان ، بدخشان ، ګندز ، لغمان، کنړ او ننګر هار ولايتونه وجړقول.
ويل کيږي چې د دغې زلزلې مرکز د هندوکش په غرونوکې ثبت شوى دى او تر اوسه پورې له دې امله د سر د رسيدلو زيانونو اومالي تا وانونو په باب خبر نه دى تر لاسه شوى.
د يادونې وړ ده چې د دغې زلزلې ټکانونه د پاکستان ، ايران او تاجکستان د هيوادونو په ځينو سيموکې هم احساس شوي دي.