سیاستخبرونهTOPښوونه او روزنه

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د کابل د يو شمېر ديني مدرسو د استازو ستونزې واورېدې

کابل، د مرغومې ۱۲مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر نن په یوه ګډه غونډه کې چې د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال ملا ابراهیم هم پکې حضور درلود، د کابل ښار د علماوو شورا له يو شمېر غړو او د کابل د یو شمېر مدرسو له مدرسینو سره وکتل.
د کابل د علماوو شورا غړو او مدرسینو په دغه کتنه کې وويل چې د دیني مدرسو پر نصاب کار شوی او د همکاریو زمینه ورته چمتو شوې ده.
دوی همدارنګه د دیني مدرسو اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره وویل چې حکومت دې د دیني بنسټونو د ستونزو د حل په موخه کوټلي ګامونه واخلي.
یادو ديني عالمانو د مدرسو د زدکوونکو او مدرسینو یو لړ وړاندېزونه او غوښتنې هم د ریاست الوزرا د سیاسي معاونیت مقام ته وسپارلې.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د مدرسو ټولو زده کوونکو ته د زدکړو زمینې د چمتو کولو په موخه د دیني مدرسو د شمېر زياتول اړتیا وبلله او زیاته یې کړه، چې حکومت د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښوونځيو په څنګ کې دیني مدرسو ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.
د نوموړي په وینا د مدرسو نصاب یوه مهمه برخه ده، چې لاهم د مسلکي کسانو کار ته اړتیا لري او زده کوونکو ته دې د دیني زدکړو تر څنګ د عصري علومو تدریس هم وشي.
‏د يادونې وړ ده، چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې راغليو ديني عالمانو ته ډاډ ورکړ، چې پر وړاندېزونو به یې تر غور وروسته اړونده ادارې لاس په کار شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته