کابل، د مرغومې ۸مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د اسلامي امارت اړوندو وزارتونو او ادارو ویاندویانو او رسنیزو مسؤولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې، د اسلامي امارت د وزارتونو او ادارو د رسنیزو چارو مسؤولینو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او له کورنیو او بهرنیو رسنیو سره د اړیکو او همغږۍ پراختيا په تړاو خبرې وشوې.
هغوی وویل چې له ملي او نړیوالو رسنیو سره د اطلاعاتو پر شریکولو سربېره د اړوندو ادارو ټولنیزې پاڼې او چاپي رسنۍ هم د عامه پوهاوي په موخه د چارواکو او ادارو فعالیتونه په منظم ډول خپروي.
دوی زیاته کړه، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ په رڼا کې د ټولو ادارو او وزارتونو د رسنیزو مسؤولینو او رسنیو ترمنځ همغږي رامنځته شوې او د کار د اغېزمنتیا په موخه څو ځلي ګډې ناستې هم شوې دي.
دغو ویاندویانو څرګنده کړه، چې د افغانستان په اړه د یو شمېر بهرنیو رسنیو په منفي او له حقیقت څخه لرې او دوامداره خپرونو سربېره، د اسلامي امارت لاسته راوړنې، پرمختګونه او د هېواد رښتينی انځور پر وخت نړۍ ته رسول شوی او د دښمن تبليغات ناکام شوي دي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا سياسي مرستيال د اسلامي امارت نشراتي برخه خورا مهمه وبلله او د دغې برخې د ټولو کارکوونکو له هڅو څخه یې مننه وکړه.
نوموړي وویل چې د ادارو او وزارتونو ویاندویان او رسنیز همکاران دې هڅه وکړي ترڅو د اسلامي امارت رسنیز ډګر لکه د شل کلنې مبارزې په څېر برلاسی وساتي.
د رياست الوزرا مرستيال زياته کړه دا مهمه ده، چې خلکو ته د ټولنې واقعیتونه او د اسلامي امارت لاسته راوړنې پر وخت ورسېږي او له رسنيو سره دې پراخه او دوامداره همکاري وشي
نوموړي دغه راز له رسنیو څخه هم وغوښتل، چې د ټولنې واقعیتونه منعکس کړي، ځکه چې د اسلامي امارت په راتګ سره په ډېرو برخو کې مثبت بدلونونه راغلي دي.
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په وینا، سیاسي کمېسیون هڅه کوي ترڅو د اسلامي امارت د نشراتو د پراختیا او اغېزمنتیا په موخه اړین ګامونه واخلي، چې اطلاعاتو ته لاسرسی او د ادارو نشراتي هڅې به ورسره لا چټکې شي.
36 1 دقیقه لوستل