د رياست الوزرا دويم مرستيال : موږ هڅه کوو چې د يو بل منلو لپاره ښه زمينه رامنځته کړو
![Img 20220219 Wa0035](https://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2022/02/IMG-20220219-WA0035-780x470.jpg)
کابل/ د کب مياشتې ١ / باختر
د رياست الوزرا دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له مهدي مجاهد، ځوانانو او يو شمېر شيعه عالمانو سره وکتل .
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې هغوی په سیاسي، ټولنیزو او امنیتي برخو کې خپل وړاندیزونه او نظریات شریک کړل.
د رياست الوزرا دويم مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وويل: ستاسو وړانديزونه به اسلامي امارت وڅېړي او ستاسو ستونزې به په پام کې ونيول شي.
هغه زیاته کړه: موږ له پیل څخه د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر د سپارښتنو سره سم د ظلم او بې عدالتۍ پر ضد راپاڅېدلي یوو او تل به یې د له منځه وړلو لپاره مبارزې ته دوام ورکوو او هڅه کوو د يو بل منلو لپاره ښې زمينې برابرې کړو.
\ ذ