کابل، د مرغومې ۸مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د جوزجان ولايت يو شمېر ديني عالمانو او مخورو سره وکتل.
په دې کتنه کې مولوي عبدالجبار نصرت او حاجي نعمت الله مشهور د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د ياد ولايت د اقتصادي ټولنيز او امنيتي وضعيت په اړه يې خپلې غوښتنې، ستونزې او وړاندیزونه شريک کړل.
دوی همدارنګه معياري سړکونه، روغتيايي کلينيکونه او په ديني او عصري علومو کې زده کړې د خلکو اړتياوې وبللې او د اسلامي امارت مسوولينو څخه يې وغوښتل، چې يادو برخو ته پاملرنه وکړي.
په ورته وخت کې د رياست الوزرا اداري مرستيال په دغه کتنه کې وويل چې اسلامي امارت د حکومت په توګه دا خپل مسووليت ګڼي ترڅو په ټولو برخو په ځانګړي ډول د امنيت، روغتيا، ښوونې او روزنې او مواصلاتي لارو ته د خلکو لاسرسي په برخو کې لازمې اسانتياوې برابرې کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د اسلامي امارت مسوولين د خپل توان تر کچې په پورته برخو کې هم د اسانتياوو رامنځته کولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به له هېڅ ډول هڅو او زيار درېغ ونه کړي.
23 1 دقیقه لوستل