د رياست الوزراء مخکېنی سیاسي مرستیال د کډوالو او راستنېدنکو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی

کابل، د مرغومي ۲۱مه، باختر
د اسلامي امارت مرکزی وياند ذبيح اللّٰه مجاهد ويلي د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان پر بنسټ، د رئیس الوزراء مخکېنی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.
ښاغلي مجاهد نوموړي ته د الله (جل جلاله) له دربار څخه د اسلام د سپېڅلي شریعت په رڼا کي د چارو په ترسره کولو کې د توفیق غوښتنه کړې ده.