سیاستخبرونهTOP

د رياست الوزراء سياسي مرستيال: د ولس د هوساينې لپاره بايد رغنيزې پروژې پلې شي

کابل، د مرغومې ۱۹مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن د ټولګټو وزارت له سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي عصمت الله عاصم او د بېلابېلو ولایتونو له ویاندویانو سره وکتل.
د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني په دغه کتنه کې وويل؛ په ځینو هغو سیمو کې چې په روان ژمي کې هلته د لارو د بندېدو او واورې ورېدو احتمال ښودل شوی کاري ټیمونه ځای پر ځای شوي او لازم چمتووالی نیول شوی دی.
نوموړي د هېواد د لويو لارو په اړه هم مالومات ورکړل او زياته یې کړه، چې په راتلونکي مالي کال کې به ډېر نور سړکونه او لارې هم د رغېدو په پلان کې شامل کړي.
همداراز د ولایاتو ویاندویانو په خپلو خبرو کې په ډاګه کړه، چې فعالیتونه يې د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سم دوام لري او هڅه کوي له خبریالانو سره پر وخت مالومات شریک کړي.
دوی، همدا راز خپلې یو شمېر طرحې او وړاندیزونه هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د ټولګټو وزارت او کابل ښاروالۍ فعالیتونه وستایل او يې ویل، افغان ملت له ۴۵کالو راوروسته د ارام ساه اخیستې او اوس اړتیا ده، چې په رغنیزو پروژو سره یې ستونزې هم کمې شي.
نوموړي له رسنیو سره د ویاندویانو پر لا زياتې همکارۍ ټینګار وکړ او ويې ويل چې باید رسنیزه خلا رامنځته نشي، ځکه ياده خلا ناسمو تبلیغاتو ته زمينه برابروي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته