د رياست الوزراء اداري مرستيال په رسمي سفر ازبکستان ته رسېدلی
کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته سفر وکړ.
د اسلامي امارت مرستيال وياند ملا حمداللّٰه فطرت ويلي چې د ازبکستان د لومړي وزير مرستيال جمشيد خواجه يف په داسې حال کې، چې د افغانستان اسلامي امارت سفير او نورو استازو هم شتون درلود د ياد افغان پلاوي هرکلی کړی دی.
د سرچينې د مالوماتو له مخې دا سفر د ازبکستان د چارواکو په رسمي بلنه ترسره شوی او ټاکل شوې، چې د دواړو هېوادونو چارواکي د کابل او تاشکند ترمنځ د سياسي، ټولنيزو، اقتصادي او کلتوري اړيکو د لا پياوړتيا او پراختيا په هکله خبرې وکړي.
مرستيال وياند همدارنګه هیله څرګنده کړې، چې د ياد سفر په پایته رسېدو سره به د افغانستان او ازبکستان ترمنځ اړيکې په بېلابېلو برخو کې لا پراختیا ومومي او د دواړو هېوادونو په ګټه به د پام وړ لاسته راوړنې ولري.