سیاستخبرونهاقتصادټولنهTOP

د رياست الوزراء اداري مرستيال د هېواد د تېلو پمپ سټيشنونو اتحاديې له مسوولينو او د بدخشان له ديني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل

کابل، د کب ۱۰مه، باختر
د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون مازدیګر د هېواد د تېلو پمپ سټېشنونو اتحادیې له یو شمېر سوداګرو او مسوولینو سره وکتل.
يادو سوداګرو د دغې کتنې پرمهال په هېواد کې د سراسري امنیت په ټينګښت خوښي څرګنده کړې او ویلي يې دي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ سره ټول هېوادوال په ځانګړې توګه سوداګر او پانګوال په بشپړ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ کار او ورځنی ژوند کوي او دا د افغان ملت لپاره لوی نعمت دی.
په ورته وخت کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال په دغه کتنه کې ويلي چې د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ‌‌‌‌‌‌ډول د سوداګرو او پانګوالو د سر او مال د امنیت خوندیتوب، د اقتصادي زمینو پراختیا او د هېوادوالو لپاره د لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي او په دې برخه کې خپلې هڅې نه درېغوي.
د يو بل خبر له مخې ‏د ریاست الوزرا اداري مرستیال پرون د بدخشان ولایت له یو شمېر ديني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل.
اداري مرستيال په دغه کتنه کې د خلکو او دولت ترمنځ په نږدېوالي کې د ديني عالمانو او قومي مشرانو رول او همدارنګه د هغوی کړنې او فعالیتونه مهم بللي او زياته کړې يې ده، چې د سراسري امنیت ټينګښت، د ټولنیز وضعیت ښه والی او د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت له ژمنتیاوو څخه دي او لازمه ده، چې مجاهدین او ځايي چارواکي په دې برخه کې زیاتې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته