د رياست الوزراء اداري مرستيال د دامان ولسوالۍ د ګچ خانې سيمې کډوالو د وضعیت ارزونې له پلاوي سره وکتل
کابل، د سلواغې ۱۹مه، باختر
د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي نن د کډوالو ستونزو ته د رسيده ګۍ عالي کمېسیون له لوري د کندهار ولايت د دامان ولسوالۍ د ګچ خانې سيمې د کډوالو د وضعيت ارزونې په موخه ټاکل شوي پلاوي سره وکتل.
په دې کتنه کې، لومړی د ملي دفاع وزارت لوی درستيز او د پلاوي رئيس قاري فصيح الدين فطرت د پلاوي د کړنو پايلو راپور د رياست الوزرا اداري معاونیت ته وړاندې کړ او ويې ويل؛ هيله لري، چې د کډوالو ستونزو ته د رسيده ګۍ عالي کمېسیون د هغوی ارزونو او موندنو ته په پام، د دغې سيمې د خلکو ستونزو ته دايمي حل لاره پيدا کړي.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء اداري مرستيال په دغه کتنه کې وويل چې ياد پلاوی به د ګچ خانې سيمې د خلکو ستونزو حل کې لويه مرسته وکړي او د هغوی فعاليت يې مثبت و ارزاوه.
د رياست الوزراء اداري مرستيال زياته کړه، چې ياد کمېسيون هڅه کوي، د اسلامي امارت د پاليسۍ مطابق په مختلفو برخو کې د کډوالو او هېوادوالو ستونزو ته رسيده ګي او له هغوی سره همکاري وکړي.