سیاستخبرونهTOPروغتیا

‏د رياست‌الوزرا اداري مرستيال: د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري

کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
‏د رياست‌الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د هېواد له يو شمېر ډاکټرانو او متخصصينو سره په کتنه کې، ويلي چې د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې د طبي شورا عمومي رئيس ډاکټر ګل محمد عثماني هم حاضر و، پروفيسور عبدالکریم قيومي د نورو په استازیتوب د هېواد د روغتيايي وضعيت، روغتونونو او ډاکټرانو په اړه خبرې کړې دي.
‏هغه ويلي چې اوسمهال د هېواد په هره برخه کې کافي متخصص ډاکټران شته او هغوی ته د پاملرنې او امکاناتو ترڅنګ د پرمختللو طبي وسایلو برابرولو په صورت کې، کولای شي په بېلابېلو برخو کې د ناروغانو ستونزو ته ځواب ووايي او د درملنې لپاره بهر ته د هېوادوالو د سفر مخنيوی وکړي.
‏هغوی دغه راز د اسلامي امارت له مسئولينو څخه غوښتي چې د متخصصو ډاکټرانو روزنې، د معياري طبي وسایلو برابرولو او په ټول هېواد کې د روغتيايي مرکزونو پراختيا ته پاملرنه وکړي.
‏همدا رنګه، مولوي عبدالسلام حنفي، روغتيا د خلکو اساسي اړتيا بللې او ويلي يې دي: “اسلامي امارت افغانانو ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او مسئولين هڅه کوي چې په دې برخه کې د متخصصو او لايقو ډاکټرانو د تشخيص او ګومارلو ترڅنګ روغتونونو ته پرمختللي امکانات برابر کړي”.
‏د رياست‌الوزرا اداري مرستيال زياته کړې چې د هېواد روغتيايي سيستم پراخو اصلاحاتو ته اړتيا لري چې وکولاي شي په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د سرطان په څېر د لا علاجه ناروغيو په برخه کې د هېوادوالو اړتياوو ته ځواب ووايي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته