د رياستالوزرا اداري مرستيال د جوزجان له مرستيال والي سره وکتل
کابل، د سلواغې ۱۳مه، باختر
د رياستالوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي، د جوزجان له مرستيال والي نورالدين عمير سره وکتل.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې مولوي نورالدين عمير د جوزجان د ټولنيز او امنيتي وضعيت او د ځايي ادارې د فعاليتونو او کړنو په اړه معلومات ورکړي دي.
هغه زياته کړې چې د جوزجان مسئولين او مجاهدين تل په بېلابېلو برخو کې خلکو ته د خدمت لپاره د اسلامي امارت د مشرانو د لارښوونو پر اساس هڅه کوي او د هغوی ستونزې په نښه او د حل لپاره يې اقدام کوي. د رياستالوزرا اداري مرستيال هم خلکو ته خدمت او د هغوی د امنيت او آرامۍ لپاره هڅې لوی مسئولیت ياد کړی چې دا مهال يې د اسلامي امارت مسئولين او مجاهدين ترسره کوي.
هغه، د ياد ولايت مسئولينو ته سپارښتنه کړې چې خپل مسئوليتونه په ښه ډول ترسره او د خلکو ستونزې حل او اړتیاوې يې پوره کړي.