خبرونهټولنهTOP

د روژې په مبارکه میاشت کې په دولتي ادارو کې د کار د پیل او پای وخت وټاکل شو

کابل، د کب ۲۰مه، باختر
د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري د روژې په مبارکه میاشت کې د مرکز او ولایتونو په کچه د ادارو د کارکوونکو د کار د پیل او پای وخت په لاندې ډول ټاکل شوی دی.
دغه وزارت باختر آژانس ته ویلي چې کار د سهار په ۹ بجو پیل او د ماسپښین په ۲ بجو د پنجشنبې په شمول پرته له کومې وقفې څخه پای ته رسېږي.
تولیدي، خدماتي موسسې، تل فعال برخې، نشراتي، روغتیايي، ښوونې او روزنې او د لوړو زده کړو موسسې د خپلو کاري او اقلیمي شرایطو په پام کې نیولو سره د خپلو کارکوونکو د کار د پیل او پای مهالوېشونه تنظیم کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته