د روژې په مبارکه مياشت کې د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه
کابل- باختر د چنګاښ د مياشتې ٤مه :
د حج او اوقافو وزارت د کابل ښار او په هغه پورې د اړوندو ناحيو د روژه ماتې او سپيده داغ وختونه مشخص کړي دي.
د حج او اوقافو وزارت د خپرونو رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ:
نن د روان کال د چنګاښ د مياشتې څلورمه نيټه د جمعې ورځ د روژې د مبارکې مياشتې نولسمه په کابل ښارکې د روژه ماتې وخت ٧ بجې او ١٣ دقيقې او د سپيده داغ وخت ٢ بجې او ٥٧ دقيقې مشخص شوى دى.